پروان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 152قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل ترلاسه شول
پروان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 152قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر درمل ترلاسه شول؛
1445/09/29 هـ ق
په پروان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 28نیټه د یاد ولایت مرکز دریمې ناحیې اړوند له 4بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 152قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.