په بامیان ولایت کې درې بابه غېر قانوني درملتونونه مهرلاک شول
په بامیان ولایت کې درې بابه غېر قانوني درملتونونه مهرلاک شول؛
1445/09/22 هـ ق
په بامیان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له 10بابه خوراکه پلورنځیو او 3بابه غېر قانوني درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه، چې په نتیجه کې یاد درملتونونو مهرلاک او 8قلمه بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي توکو ترې راټول او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.