په تخار ولایت کې د کنجد غوړیو له 5بابه تولیدي شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه
په تخار ولایت کې د کنجد غوړیو له 5بابه تولیدي شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه؛
1445/09/22 هـ ق
په تخار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت مرکز تالقان ښار کې د کنجد غوړیو له 5بابه تولیدي شرکتونو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې څارنې په ترڅ کې دغوړیو دغو تولیدي شرکتونو ته د لا معیاري کیدو په موخه ورته اړینې او لازمې سپارښنې وشوې.