په خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۵ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول
په خوست ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۲۵ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۲۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د خوست ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه د یاد ولایت مرکز ۶ ناحیې اړوند له ۱۱ بابه درملتونونه او ۱ باب طبي توکي پلورنځۍ څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۵ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل
په دغې څارنه کې ۷ بابه درملتونونه او ۱ باب د طبي توکو پلورنځۍ د قوانینو نه مراعات کولو په خاطر د یاد آمریت له لوري مهر لاک شول.