په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او اطلاعات او کلتور له رییسانو سره وکتل؛
په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او اطلاعات او کلتور له رییسانو سره وکت؛
1445/08/7 هـ ق
په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر ډاکتر ذبیح الله "حافظ" پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 7 نیټه د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت له رییس مفتي صاحب خان محمد "لبیب" او د اطلاعاتو کلتور له رییس مولوي صاحب محمد فیروز"منیب" سره وکتل.
په دغې لیدنه کې ډاکټر ذبیح الله "حافظ" په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پرانیستنې او د خپلو وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
به ورته وخت کې د سمنګان ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت رییس ښاغلي خان محمد لبیب په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه.
همدا راز ډاکتر صاحب «حافظ» د یاد ولایت د اطلاعاتو کلتور له رییس مولوي صاحب محمد فیروز"منیب" سره د خپلې لیدنې په ترڅ د نورو اړوندو ادارو له لورې د وظیفوي تداخل په اړه خپله ستونزه شریکه کړه چې نوموړي له لورې ورته د هر اړخیزې همکارئ ژمنه وشوه.