په لغمان ولایت کې له 13بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ 20قلمه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول

په لغمان ولایت کې له 13بابه خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ 20قلمه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/09/8 هـ ق
په لغمان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 7نیټه د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند لومړۍ ناحیه کې د خوراکي توکو له 13بابه پلورنځیو، اود درملو له 1باب عمده پلورنځۍ څخه د څارنې په ترڅ کې یې 20قلمه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې دآمریت ودانۍ ته انتقال کړل.