په لوګر ولایت کې له ۳۷ بابه خوراکي تاسيساتو څخه څارنه ترسره شوه
په لوګر ولایت کې له ۳۷ بابه خوراکي تاسيساتو څخه څارنه ترسره شوه.
۲۸/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د لوګر ولایت د خوړو او درملو آمریت پرون چهارشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۷ نیټه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار مختلفو ناحیو اړوند له ۳۷ بابه خوراکي تاسيساتو څخه د څارنې په ترڅ د خوراکي تاسيساتو مالکينو ته د خوړو د خوندیتوب په هکله معلومات وړاندې شوي دي.