په ميدان وردګ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 22 قلمه تاریخ تېره درمل ترلاسه شول
په ميدان وردګ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 22 قلمه تاریخ تېره درمل ترلاسه شول؛
1445/08/16 هـ ق
په ميدان وردګ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 16 نیته د یاد ولایت ميدان ښار اړوند له 3 بابه درملتونونو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې22 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او غیر قانونی درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.