په ننګرهار ولایت کې د جوسو او شيدو د دوه شرکتونو له نماينده ګيو څخه څارنه وشوه

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
ننگرهار

په ننګرهار ولایت کې د جوسو او شيدو د دوه شرکتونو له نماينده ګيو څخه څارنه وشوه؛ 
1445/08/22 هـ ق
په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445 هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 21 نیته د یاد ولایت مرکز اړوند جلال اباد ښار کې د جوسو او شيدو د دوه شرکتونو له نماينده ګيو څخه څارنه ترسره کړه.
ددغې څارنې په ترڅ کې 19 کارتنه بې کيفيته Classic cranberry juice په نوم جوس چې پايله يې د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو رياست د لابراتوار د ازمایښت پر اساس منفي وه، ترلاسه او د هدر په موخه د یاد ولایت خوړو او درملو رياست ودانۍ ته انتقال شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS