په ننګرهار ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې نژدې 2 ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې نژدې 2 ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شوي دي.
1445/07/23 هـ ق
په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د تېرو دوه ورځو په جریان کې چې د یاد ولایت نهمې ناحیې اړوند ثمرخیلو سیمه کې له 55 بابه خوراکي تاسیساتو او 8 بابه درملتونونو څخه څارنه کړې ده.
ددغې څارنې په ترڅ 1800کیلو ګرامه تاریخ تېره خوراکي توکي او 10 کارتنه تاریخ تېره او غېر قانوني درمل ترلاسه او د لمنځه وړولو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.
ددغې څارنې په ترڅ کې ۶ بابه درملتونونه د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د یاد ریاست له لورې مهرلاک شوي دي.