په ننګرهار ولایت کې له ۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه وشوه؛

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۳
ننگرهار

په ننګرهار ولایت کې له ۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه وشوه؛
۲۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند له ۷ بابه درملتونونو  او ۲ بابه هوټلونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۰ قلم تارېخ تېره او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړي دي.
ددغې څارنې په ترڅ کې د یادو هوټلونو ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته او مسؤلینو ته یې د اصلاح سپارښتنې وشوې اوکارکوونکو ته د خوړو د خوندیتوب په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS