په نورستان ولایت کې د ورځنې څارني په ترڅ کې له 6بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
په نورستان ولایت کې د ورځنې څارني په ترڅ کې له 6بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
1445/09/22 هـ ق
په نورستان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت مرکز پارون ښار کې د خوراکي توکو له 6بابه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې 10قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او لس کارتنه هګۍ ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.