په نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 21کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول
په نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 21کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/09/8 هـ ق
په نیمروز ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 7نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 18بابه عمده پلورنځیو، 1باب د خوږو پخلانځای او 10بابه درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ 21کارتنه مختلف ډول بې کیفیته، غېر معیاري او تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.