په هرات ولایت کې د درملو او روغتیايي محصولاتو له ۳ بابه تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه؛
په هرات ولایت کې د درملو او روغتیايي محصولاتو له ۳ بابه تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۴/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
هرات ولایت ته د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله رؤفي په مشري تللي تخنیکي پلاوي نن سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۴ نیټه د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي کې د درملو او روغتیايي محصولاتو له دریو تولیدي فابریکو افغان کهکشان، پارساوا او عظیمی کیمیا څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دغې لیدنه او څارنه کې د یادو تولیدي فابریکو ستونزې او مشکلات د هغوی له مسؤولینو سره شریک شول او په جدي ډول ترې غوښتنه وشوه ترڅو خپلې ستونزې حل او د ملي او بین المللي معیارونو له مخې خپل تولیدات ترسره کړي.