په هرات ولایت کې له 14 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.
په هرات ولایت کې له 14 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.
1445/11/10 هـ ق
په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445 هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په 9 نیته د یاد ولایت مرکز 6 ناحیې اړوند له 14 بابه د خوراکي توکو له پلورنځيو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنې څارنې په ترڅ کې 16 قلمه(23 کارتنه) تارېخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.