په پروان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 500کیلو مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول
په پروان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 500کیلو مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/09/21 هـ ق
په پروان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 20نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند له یو شمیر خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 42قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل چې به مجموعي ډول 500کیلو کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.