په پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له 8 بابه درملیزو تاسیساتو څخه 112قلمه بې کیفیته او تارېخ تېره درمل راټول شوي دي
په پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له 8 بابه درملیزو تاسیساتو څخه 112قلمه بې کیفیته او تارېخ تېره درمل راټول شوي دي؛
1445/09/21 هـ ق
په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې تیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 20نیټه د یاد ولایت مرکز دوهمې ناحیې اړوند د توریدي شرکتونو 2نماینده ګیو او 6 بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې 112قلمه مختلف ډول بې کیفیته او غېر معیاري درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړي دي.