په پکتیا ولایت کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۰۳ قلمه تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي.

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۴
askdj

په پکتیا ولایت کې له خوراکي او درملیزو  تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۰۳ قلمه تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي.

144/07/20 هـ ق

په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست چې تازه په یاد ولایت کې په فعالیت شروع کړې د تېرو درې ورځو په جریان کې چې د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب میاشتې17، 18 او 19نیټه سره برابر ده د یاد ولایت مرکز ګردیز کې له ۱۸ بابه درملیزو او ۳۰ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه کړې ده.

ددغې څارنې په ترڅ کې ۱۷۴ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر  درمل او ۲۹ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS