په پکتیا ولایت کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۰۳ قلمه تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي.

په پکتیا ولایت کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۲۰۳ قلمه تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي او درمل ترلاسه شوي دي.
144/07/20 هـ ق
په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست چې تازه په یاد ولایت کې په فعالیت شروع کړې د تېرو درې ورځو په جریان کې چې د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب میاشتې17، 18 او 19نیټه سره برابر ده د یاد ولایت مرکز ګردیز کې له ۱۸ بابه درملیزو او ۳۰ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه کړې ده.
ددغې څارنې په ترڅ کې ۱۷۴ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر درمل او ۲۹ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.