په کاپیسا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ 81قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۹
kapisa

په کاپیسا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ 81قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/08/27 هـ ش
په کاپیسا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 25نیټه د یاد ولایت په ده بابا علي بازار کې د 9 بابه خوراکه پلورنځیو او 3 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې څارنې په ترڅ 81قلمه مختلف ډول بې کیفیته، تارېخ تېر او غېر معیاري درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.
د یادولو وړه ده چې د یاد آمریت د خوړو او درملو کارپوهانو د خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې ترڅو خپل فعالیتونه د خوړو او درملو ملي ادارې د  قوانینو او مقرراتو  سره سم  برابر کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS