په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 8 کارتنه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
په کندهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 8 کارتنه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/08/8 هـ ق
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 7 نیټه د یاد ولایت یوولسمې ناحیې اړوند له 5 بابه درملتونونو او 9 بابه سوپر مارکیټونو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې څارنې په ترڅ کې 8 کارتنه مختلف ډول تارېخ تېره خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.