په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 220قلمه بې کیفیته او غېر معیاري درمل ترلاسه شوي دي
په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 220قلمه بې کیفیته او غېر معیاري درمل ترلاسه شوي دي.
1445/09/17 هـ ق
کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 16نیټه د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د 16بابه درملتونونو او 2 بابه د خوراکي توکو پرچون پلورنځيو څخه څارنه او پلټنه تر سره کړه چي په نتيجه کي یې 220قلمه تاريخ تېر او 30قلمه غیر قانوني درمل او یو قلم (18بوتله) تاریخ تېرې نوشابي ترلاسه او په یاد ولایت کې د ادارې د امریت ته ودانۍ ته انتقال شول.