په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 25بستې او 58کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول.

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۲:۲۷
kunar

په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 25بستې او 58کارتنه مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول.
1445/9/10 هـ ق
په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 9 نیټه د یاد ولایت څوکۍ ولسوالۍ بازار کې د خوراکي توکو 8 پلورنځیو، 2 بابه عمده پلورنځيو، 2 بابه ګدامونو او د درملو له 2بابه عمده پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې 27قلمه غېر قانوني درمل، 25بستې نوشابې او 58کارتنه مختلف ډول تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړولو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS