پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 130قلمه مختلف ډول بې کیفیته درمل راټول شول
پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 130قلمه مختلف ډول بې کیفیته درمل راټول شول.
1445/09/23 هـ ق
په پکتیا ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د وران 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 22نیټه د یاد ولایت مرکز دوهمې ناحیې اړوند بلند منزلو سیمه کې د درملو له 6بابه عمده پلورنځیو او 2بابه توریدي شرکتونو له نماینده ګیو څخه د څارنې په ترڅ کې 130قلمه غېر قانوني، تارېخ تېر او بې کیفیته درمل، چې په مجموعي ډول 305کیلو ګرامه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.