پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ ۹۰ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛

press_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۲:۳۶
پکتی

پکتیا ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ ۹۰ قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
۲/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیز او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د تېر پنجشنبې په ورځ  د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۳۰ نیټه د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار ۱ـ ۲ ناحیو اړوند له له ١٦ بابه درملتونونو، ٦ بابه عمده پلورنځيو او ٢ بابه د درملو توریدي شرکتونو د نمایندگیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۹۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه او دلمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS