پکتیا ولایت کې له ۱۸ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
پکتیا ولایت کې له ۱۸ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۲/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱ نیته د یاد ولایت ۱ او ۲ ناحیو اړوند له ۱۸ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۶۶ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.