کابل ولایت کې 551 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
کابل ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملوملي ادارې،دڅارنې او پلټنې ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څــلورو زونونو څــارنې ټيمونو د کابل ښـار مختلفـو ناحیــو اړوند لــه 551 بابه درملیزو تاسیساتو (454 درملتون، 55 شرکت، 61 عمده پلورنځې او 21 تولیدي فابریکې)څخه څارنه کړې ده. ددغې څارنې پرمهال 572 قلمه مختلف ډول تاریخ تیر او قلمه غیر قانوني درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د خوړو او درملو ملي ادارې ودانۍ ته انتقال شوي دي.