کندز ولایت کې د خوراکي توکو له 4 بابه تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
کندز ولایت کې د خوراکي توکو له 4 بابه تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
1445/10/5 هـ ق
په کندز ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د شوال د میاشتې په 5نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 4بابه سوپر مارکیټونو څخه د څارنې په ترڅ کې 6 قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.