کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په جریان کې 50قلمه بې کیفیته او غېر قانوني درمل ترلاسه شوي
کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په جریان کې 50قلمه بې کیفیته او غېر قانوني درمل ترلاسه شوي؛
1445/09/21 هـ ق
په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ادارې آمریت له درملیز او خوراکي تاسیسات څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 20نیټه د یاد ولایت مرورې ولسوالۍ اړوند له 7بابه درملتونونو او له 1باب خوراکه پلورنځۍ څخه څارنې په ترڅ کې 50قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.