په بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 298کارتنه او 137بستې مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول
په بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 298کارتنه او 137بستې مختلف ډول بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول؛
1445/09/22 هـ ق
په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند 62بابه خوراکه پلورنځیو، 2بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځۍ او د خوراکي توکو له 3بابه ګدامونو څخه د څارنې په ترڅ کې 298کارتنه او 137بستې مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.