د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۸:۱۵
فاریاب

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت څخه لیدنه وکړه؛
 1445/10/8 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د یوه پلاوي په ملتیا شمال ولایتونو ته د خپل سفرپه ترڅ کې پرون چهارشنبه د روان 1445 هـ ق کال د شوال د میاشتې په 8 نیټه په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې ښاغلي عمر د یاد آمریت د کارکوونکو فعالیتونه د ارزونې وروسته وستایل، پر یو شمیر مواردو کې اړینې سپارښتنې له هغوی سره شریکې کړې، د هغو ستونزې او مشکلات یې واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت د یاد پلاوی له ورتګ څخه هر کلی او مننه وکړه.
د یادونې وړ دی چې فاریاب ولایت یو که هغو ولایتونو څخه دی چې په لږ وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS