پکتیا ولایت کې د له ۱۷ درملیزو تاسیساتو څخه ۳۷ قلمه بی کیفیته او تاریخ تېره درمل راټول شول؛
پکتیا ولایت کې د له ۱۷ درملیزو تاسیساتو څخه ۳۷ قلمه بی کیفیته او تاریخ تېره درمل راټول شول؛
۱۳/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار لومړۍ او دوهمې ناحیو اړوند له ۱۶ بابه درملتونونو او ۱ باب توریدي شرکت څخه د څارنې په ترڅ کې ۳۷ قلمه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل، چې په مجموعي ډول ۹۵ کیلوګرامه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.