په کندهار ولایت کې له ۳۰ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

په کندهار ولایت کې له ۳۰ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۳/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د کندهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د یاد ولایت ۹ او ۱۴ ناحیو اړوند له ۱۱ بابه درملتونونو، ۱ باب روغتون، ۵ بابه سیمساریو او ۱۴ بابه خوراکه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۰ قلمه مختلف ډول بې کیفیته او تارېخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو د ریاست ودانۍ ته یې انتقال کړل.