په ارزګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې د مشروباتو ۱۷۵ وړې او غټې بې کیفیته او تارېخ تېره بستې ترلاسه شوې
په ارزګان ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې د مشروباتو ۱۷۵ وړې او غټې بې کیفیته او تارېخ تېره بستې ترلاسه شوې؛
۲۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د ارزګان ولايت د خوړو او درملو آمريت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۱ نیټه د یاد ولایت په مرکز ترینګوټ کې د خوراکي توکو له ۴ بابه عمده او ۴ بابه خوراکه پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې د مشروباتو د ۱۷۵ وړو او غټو بستو، ۱۰ کارتنه کیک په شمول ۲۰ قلمه تاريخ تېر خوراکي توکي ترلاسه او دلمنځه وړولو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ته انتقال کړل.