د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو خوندیتوب د عمومي رییس په مشرۍ تخنیکي ټیم  د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) له تخنیکي ټیم سره وکتل؛

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۵۳
vdds

د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو خوندیتوب د عمومي رییس په مشرۍ تخنیکي ټیم  د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) له تخنیکي ټیم سره وکتل؛
۲۷/۷/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړوخوندیتوب د عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله "ایوبي" نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق  د شوال د میاشتې په ۲۷ نیټه په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) د ښاغلي ډانیال "سټوک" په مشرۍ د یاد سازمان له تخنیکي ټیم سره وکتل؛
په دغې کتنه کې د خوړو پر خوندیتوب، کیفیت او یو شمیر نورو مهمو مسایلو باندې بحث او خبرې ترسره شوې.
د ناستې په پيل کې د یاد سازمان ټیم افغانستان ته د خوراکي توکو د وارداتو د پروسې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه،  چې ۳۰ سلنه خوراکي توکي په افغانستان کې اخلي. یاد ټیم همدا راز د خوړو او درملو ملي ادارې د مرکزي لابراتوار له لوري د یادو خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په برخه کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې.
په ورته وخت کې ښاغلي "ایوبي" یاد ټیم ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی ستونزې او مشکلات واریدل او د حل د ډاډ ترڅنګ یې له هغوی غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خپله خریداري ډیره کړي،  ځکه په افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې  د نړیوالو قوانینو له مخې معیاري فابریکې شتون لري.
ښاغلي "ایوبي" په ټینګار سره له یاد ټیم څخه وغوښتل چې تردې وروسته ټول هغه خوراکي توکي، چې د یاد سازمان له لورې هېواد ته واردیږي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو له مخې یې وارد کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS