په هلمند ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۴۳ کارتنه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
په هلمند ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۴۳ کارتنه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۱۲/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د هلمند ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱ نیټه د یاد ولایت لومړۍ ناحیې اړوند له ۷ بابه درملتونونو او ۵ بابه خوراکه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۳ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.