په لوګر ولایت کې له 21 بابه خوراکي او غير خوراکي تاسيساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
په لوګر ولایت کې له 21 بابه خوراکي او غير خوراکي تاسيساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
25/11/1445 هـ ق
په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو آمریت، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445 هـ ق کال د ذوالقعده د میاشتې په 24 نیټه د یاد ولایت مرکز پل علم ښار مختلفو ناحیو اړوند له 15 بابه خوراکي، 2 بابه مینځلو او 4 بابه سيمسارۍ او بهداشتي تاسيساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 8 قلمه تارېخ تېره او بې کیفیته توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.