نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۲۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛

نیمروز ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۲۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل ترلاسه شول؛
۲/۱/۱۴۴۵ هـ ق
د نیمروز ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم د میاشتې په لومړۍ نیټه د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۴ بابه درملتونونو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۲۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته درمل، چې په مجموعي ډول ۱۰ کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.