په میدان وردګو ولایت کې ۳۶ بابه درملیزو او د آرایشي مواد له پلورنځيو څخه څارنه ترسره شوه؛
په میدان وردګو ولایت کې ۳۶ بابه درملیزو او د آرایشي مواد له پلورنځيو څخه څارنه ترسره شوه؛
۸/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د میدان وردګو ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۷ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۱۱ بابه درملتونونو او ۲۵ بابه د آرایشي مواد له پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیت درمل او آرایشي مواد ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.