د پاکستان له هېواده د درملو د وارداتو د بندېدو په اړه د مرحلېوار تېرېدو د طرحې د لا ښه عملي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

jawid_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱
د مرحلېوار تېرېدو د طرحې د لا ښه عملي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه

د پاکستان له هېواده د درملو د وارداتو د بندېدو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت د تطبیق په موخه، د مرحلېوار تېرېدو د طرحې د لا ښه عملي کېدو لپاره د خوړو او درملو معینیت کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۸مه نېټه، د درملو د خدمتونو ریاست، د درملیزو تاسیساتو د جواز ورکولو ریاست او د اسنادو د تحلیل او د فعالیتونو د تنظیم ریاست ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي ناستو د ترسره کولو، له اړوندو ادارو سره د دوامدارې همغږۍ، د کورني بازار د وضعیت ارزونې، د موجودو زېرمو د مدیریت او له باوري هېوادونو څخه د بدیلو وارداتو د اسانتیا برابرولو له لارې هڅه کوي، څو د درملو د عرضې په بهیر کې د هر ډول خنډ مخه ونیول شي او وګړو ته د معیاري او باکیفیته درملو خوندي لاسرسی تضمین شي.

د یادو شویو ریاستونو مسوولینو او استازو ټینګار وکړ چې دغه طرحه باید په مرحلېوار او سنجول شوي ډول تطبیق شي، تر څو د درملیزو خدمتونو د وړاندې کولو بهیر اغېزمن نه شي او عامه ګټې خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د دې طرحې د تطبیق موده د روان کال د حوت میاشتې تر پایه پورې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS