د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس بنګلهدېش ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، حافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي، د یوې رسمي پلاوي په چوکاټ کې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد تر مشرۍ لاندې، د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه بنګلهدېش ته سفر وکړ.
د دې سفر په لړ کې به د بنګلهدېش د درملو د تنظیم ادارې له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ترسره شي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، څارنې او کیفیت کنټرول اړوندو مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې اترې وشي. همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوی به د بنګلهدېش د درملو د تولید له فابریکو څخه لیدنه وکړي او د تولید له بهیر او کیفي معیارونو سره به له نږدې بلدتیا ترلاسه کړي.
سربېره پر دې، د دې سفر پر مهال به د درملو د برخې اړوند د همکارۍ تفاهملیک د تعقیب او تطبیق موضوع، چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د درملو د تنظیم ادارو ترمنځ د آنلاین ناستې پر بنسټ مطرح شوې وه، وڅېړل شي. په دې لړ کې به د بنګلهدېش د درملو د تولید شرکتونو او د هغوی د تولیدي محصولاتو د ثبت او ارزونې د بهیر د چټکتیا په اړه هم خبرې وشي.
د دې سفر له اساسي موخو څخه یوه دا ده چې د بنګلهدېش د درملو تولیدوونکي شرکتونه وهڅول شي، تر څو په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې، په خپلواکه توګه یا د افغاني شرکتونو سره په ګډه، پانګونه وکړي.
