کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست د څلورو مسلکي بستونو ازموینه واخیستل سوه
کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست د څلورو مسلکي بستونو ازموینه واخیستل سوه
۲۹/۳/۱۴۴۵
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست د څلورو مسلکي بستونو ازموینه د تیرې پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۷ نیټه د کندهار د خوړو او درملو ریاست د غونډو په تالار کې واخیستل شوه.
د یادو بستونو لپاره له ۲۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه او کومو کسانو چې د یادې ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې وه ډېره خوښي وښودله او له مسئولینو یې ځانګړې مننه وکړه، چي د ځوانانو او مسلکي کادرونو د ګمارني په موخه بستونه اعلان ته سپاري او موږ ته کار زمینه برابروي.