د کیمرو او تکنالوژي وسایلو د برابرولو ازاده دواطلبي د شفافې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۴:۱۶
داوطلبی

۲۰/۴/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ کیمرو او تکنالوژي برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت  ازادې دواطلبۍ ته سپارلی وه، د داوطلبۍ پروسه یې پرون شنبه  د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافې  پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.

 دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه  ۱۵ شرکتونو شرطنامې اخیستې وې،  چې له ډلې یې درې لوژستیکي شرکتونو( الدیان ، میرغني  او ملي موسی زی )  په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معیینیت ښاغلی معین مولوی حمد الله زاهد او مل پلاوي یې ایران هیواد ته د خپل سفر په لړ کې  د خوراکي توکو، درملواو روغتیایی محصولاتو د تنظیمی چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او. . .

BACK TO NEWS