په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۱۰ بابه غېر قانوني درملیزو تاسیسات مهرلاک شول.

په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۱۰ بابه غېر قانوني درملیزو تاسیسات مهرلاک شول.
۲۰/۶/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونې پرون سه شنبه د وران ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثاني د میاشتې به ۱۹ نیټه په لوګر ولایت کې له ۱۶ بابه درملیزو تاسیساتوڅخه، چې په هغو ( درملتون، عمده پلورنځۍ، او سراپا کلینیکونو درملتونونه ) شامل دي څارنه او پلټنه کړې ده
ددغې ورځنۍ څارنې پر مهال یو باب د درملو عمده پلورنځۍ او ۹ بابه درملتونونه د قانوني اسنادو نه درلود، په غېر قانوني ډول د یو ځای څخه بل ځای ته انتقال، د مسؤل فني نه درلودو او همدا راز په درملتون کې د معاینه خانې د شتون له امله مهرلاک تړلي دي.
د دغې څارنې پر مهال له یادو درملیزو تاسیساتو څخه تاریخ او غېر قانوني درمل هم راټول شوي دي.