فاریاب ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۲۱ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

فاریاب ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۲۱ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۵/۷/۱۴۴۵
په فاریاب ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۴ نیټه د یاد ولایت مرکز دریمې ناحیې اړوند له ۲۱ بابه درملیزو تاسیساتو( ۳ بابه د درملو عمده پلورنځۍ، ۱ باب د توریدي شرکت استازولۍ او ۱۷ د درملو د ساتلو له ګدامونو) څخه څارنه کړې ده.
ددغې څارنې پر مهال ۲ قلمه درمل، چې په مجموعي ډول ۲۵۰۰ قوطي کیږي، ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.