بدخشان ولایت کې له درملیزو تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۴۶ قلمه تاریخ تېر درمل او روغتیايي محصولات ترلاسه شوې دي

بدخشان ولایت کې له درملیزو تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۴۶ قلمه تاریخ تېر درمل او روغتیايي محصولات ترلاسه شوې دي؛
۱۸/۷/۱۴۴۵
په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي آمریت، له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د وران ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۱۷ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۷ بابه درملتونونو، ۲ بابه د درملو عمده پلورنځيو او د هغو اړوند ګدامونو څخه څارنه کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۴۰ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر درمل او ۶ قلمه تاریخ تېره روغتیايي محصولات ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته شوي دي.
په دغې څارنه کې درملیزو تاسیساتو ته د خبرتیا په شکل توصيې وشوې ترڅو خپلې چارې او خدمات د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو سره مطابق برابرې کړي.