د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل؛
1445/08/2 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 2 نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس ښاغلي اسدالله کاکړ او غړو سره وکتل.
دغه ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه، د ناستې په پیل کې د درملیزو خدماتو اتحادیې د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې ډاکټر صاحب عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قانون او اصولو له مخې د ستونزو او مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.
ښاغلي عمر په یاده ناسته کې خلکو ته د باکیفیته درملو او روغتیايي محصولاتو د رسولو په برخه کې د ادارې او اتحادیې ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.