په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 9 قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۴۳
کنر

په کونړ ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 9 قلمه تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛ 
1445/08/21 هـ ق
په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د وران 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 20نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند د خوراکي توکو له 2بابه خوراکه پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړه، چې په نتیجه کې یې 9 قلمه تاریخ تېر خوراکي توکي چې له جملې یې 104 بوتله غټې او وړې نوشابې، 1 کارتن چپس، 5 قطي مستې، 4 قطي مربا، درې کیلو سیمیان، او یو تعداد مصالحه جات وو، ضبط شول چې د هدر او لمنځه وړلو په موخه د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې د خوراکي توکو کارپوهانو ټولو خوراکي تاسیساتو مسؤولینو  ته د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS