د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اوونۍ په جریان کې کندهار ولایت کې له ۱۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اوونۍ په جریان کې کندهار ولایت کې له ۱۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده؛
په کندهار ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست، له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې دریمې اوونۍ په جریان کې د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له ۱۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه چې په هغو کې ۱۴ باب درملتونونه او ۵ بابه تولیدي فابریکې شاملې دي څارنه او پلټنه کړې ده.
په دغې څارنه کې ۹ کارتنه مختلف ډول تاریخ تیره درمل ترلاسه او دهدر په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.