د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس معرفي شو!

press_admin
Mon, Oct 23 2023 3:31 PM
khabar

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس معرفي شو!

۸/۴/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب نوی عمومي رییس ښاغلي حافظ داکټر نعیم الله ایوبي پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ریبع الاول د میاشتې په ۷ نیټه د یوې ناستې په ترڅ کې معرفي شو.

په دغې ناسته کې د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د خوړو پر خونیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل ده چې د غذايي خوندیتوب برخه فعالیږي.

ښاغلي عمر زیاته کړ چې هر کار اهل د کار ته اړتیا لري او باید داسې اشخاص وګمارل شي چې پر خپلې دندې حاکمیت ولري.

د ادارې لوی رییس د غذايي خوندیتوب نوي رییس وړ، متعهد او په کار پوه شخص وباله او د مبارکۍ تر څنګ یې په کارونو کې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب نوی معرفی شوی رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي دنده یو دروند مسؤولیت وباله او ژمنه وکړه چې د کارونو په پر مختګ کې به پوره هڅه وکړي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 8:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Food and Medicine Traveled to Balkh Province

Respected Alhaj Mawlawi Hamdullah Zahid, Deputy Minister of Food and Medicine at the Ministry of Public Health, traveled to Balkh Province along with his technical team. During this. . .

BACK TO NEWS